کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٤): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر په يو دوه ورځني رسمي سفر ترکيې ته روان شو.
د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه سفر په ترڅ کې به حنيف اتمر د سلواغې په ١٥مه او ١٦مه له خپل ترکي سيال سيف الله هاشم اوغلو سره چې د دغه هېواد د ملي امنيت شورا سکرتر هم دی، وګوري.
هغه زياته کړه چې د دې تر څنګ به د ملي امنيت شورا سلاکار د هغه هېواد د دفاع او کورنيو چارو له وزيرانو، د استخباراتو له عمومي مشر او د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره هم وويني.
غورځنګ وايي، د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو او امنيتي همکاريو پر پراختیا او د ناټو په چوکاټ کې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د ترکيې د مرستو پر دوام خبرې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن