کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٤): د "خدمتګذاران کابل" بنسټ حکومت ته لس ورځې وخت ورکړ چې د کابل يو اوسېدونکى دې د ښاروال په توګه وټاکي، که داسې ونه شي، نو مدني حرکتونه به ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل پخواني ښاروال محمد يونس نواندېش د ١٣٩٣ لمريز کال د مرغومي په لومړۍ نېټه استعفا وکړه او ښاروالي د سرپرست له خوا اداره کېده، خو له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې سرپرست هم ګوښه شوى دى.
د "خدمتگذاران کابل بنسټ" چارواکو او غړو د ښاروال پر نشتوالي سخته نيوکه وکړه او غوښتنه يې کوله چې ډېر ژر دې نوى ښاروال وټاکل شي.
د دغه بنسټ مشر بشير پيژن نن به کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل: ((پر کابل اوسنى حاکم وضعيت يوه ناورين ته ورته دى، اوبه او هوا چټل شوي او هېڅوک نشته چې د خلکو اعتراض واوري.))
هغه زياته کړه چې د حکومت له جوړېدو څه باندې يو کال تېرېږي، خو د حکومت مشران تر اوسه هم نه دي توانېدلي چې د شپږ ميليوني ښار لپاره ښاروال وټاکي.
پيژن زياته کړه چې بنسټ يې نن په کابل کې حکومت ته لس ورځې وخت ورکوي چې د کابل يو اصلي اوسېدونکى چې غوره اخلاق او مديريت ولري او د ښاروالۍ تر ټاکنو پورې د خلکو درد او اړتيا درک کړي، وټاکي.
د قانون پر بنسټ بايد ښاروال انتخابي وي، خو تر اوسه پورې دا قانون په هېڅ کوم ولايت کې نه دى عملي شوى.
د خدمتګذاران کابل بنسټ مرستيال وويل: ((که چېرې په ټاکل شوي وخت کې زموږ غوښتنو ته پاملرنه ونه شي او حکومت يو بل کس چې د چارواکو د کورنۍ او کمپاينرانو اړوند وي، معرفي کړي، موږ او د کابل خلک به پراخ مدني خوځښتونه پيل کړو.))
هغه زياته کړه چې د ولسي ارګانونو په ځانګړي ډول د کابل ښاروال په برخه کې بايد د مشورې اصل رعايت شي او د خلکو د ټوليزې رايې له لارې دې د ديموکراسۍ ارزښتونو ته درناوى وشي.
پيژن زياته کړه چې د خلکو د غوښتنو او ارادې پر وړاندې بې اعتنايي له حکومت څخه د خلکو ناخوښي زياته کړې ده.
د خدمتګذاران کابل بنسټ مرستيال په دې ناسته کې په کابل ښار کې د نا امنۍ ډېرېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: ((د ښار ډاډمنې سيمې پر نا خوندي سيمو بدلې شوې دي.))
د هغه په خبره، د ښار په بېلابېلو ساحو کې نشه يي توکي پلورل کېږي، جنايي قضيې رامنځته کېږي. څو ځلي امنيتي چارواکو ته مراجعه وشوه، خو تر اوسه د ښار امنيت ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن