مزارشريف (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۴): په بلخ ولايت کې يو ځوان برېښنايي الې جوړې کړې چې په ورځينو چارو کې ترې کار اخيستل کېدی شي.
دغه ځوان وايي چې بېلابېل برېښنايي سويچونه، سويچينګ ترانسپرمر، د ريموټ په وسيله کارېدونکې برېښنايي وسيله، ترافيکي څراغ او نور برېښنايي توکي جوړ کړي دي.
دغه ځوان سيد حيدر هاشمي نومېږي، ۳۵ کاله عمر لري، په مزارشريف ښار کې اوسېږي او د برېښنا په برخه کې يې تخنيکي زده کړې کړې دي.
نوموړي د سلواغې په ۱۷مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې له تېرو لسو کلونو د برېښنايي سامان الاتو د جوړېدو پر چارو بوخت دی.
د هغه په وينا، له پيله تر دې دمه يې بار بار هڅه کړې چې د ده له جوړو شوو توکو څخه دولت کار واخلي؛ خو لا ورسره کومه رسمي اړيکه نه ده نيول شوې.
هاشمي، چې له خپلو جوړو برېښنايي توکو يې ترافيکي څراغ پژواک ته وښود، په اړه يې وويل چې دغه څراغ له برېښنايي مزو، وړو وړو بلپونو، پلاستيکي شيشې، عادي برېښنايي سويچ، برېښنايي تختې څخه جوړ شوی دی.
نوموړي زياته کړه چې په ياده ترافيکي اشاره يې تر ۵۰۰ افغانيو پورې لګښت راغلی چې د افغانستان په ښارونو کې لګېدلې ترافيکي اشارې له ۲۰۰ امريکايي ډالرو څخه ډېره بيه لري.
د هغه په وينا، د ده په لاس د جوړې شوې ترافيکي اشارې د برېښنا لګښت هم کم دی.
هاشمي وويل چې د ده جوړه شوې اشاره په افغانستان کې د اوسنيو کارېدونکو ترافيکو اشارو سره يو ستر بدلون دا هم لري چې د ده اشارې د موبايل له لارې هم کنټرولېدی شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن