کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٤): د افغانستان د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي له خپلې دندې څخه استعفا ورکوي.
د ملي يووالي حکومت يوې سرچينې چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، د سلواغې په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولسمشر اشرف غني او اجرايوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د کورنيو چارو وزير له کارونو څخه خوښ نه دي.
سرچينې زياته کړې، د ملي يووالي حکومت دواړو مشرانو پرېکړه کړې، چې د علومي پر ځاى به د کورنيو چارو وزارت لپاره نوى تن ټاکل کېږي.
د اجرايه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل بيا په دې اړه ناخبري وښوده، خو د کورنيو چارو وزارت صديق صديقي دا اوازې رد کړې او ويې ويل، علومي استعفا نه ده ورکړې او نه هم داسې کوم څه په پلان کې دي.
نورالحق علومي د ملي يووالي حکومت کې د اجرايوي رياست له خوا د کورنيو چارو وزارت ته معرفي شوى و، خو په هېواد کې د روانو ناامنيو، د کندوز ښار او ځينو ولسواليو د سقوط له امله څو ځلې د ولسي جرګې له خوا احضار شوى هم و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن