جلال اباد (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٤): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) د ځانګړي ځواک يو ساتونکى وژل شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د دغه ولايت د بهسودو ولسوالۍ د تعميراتو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د ارګ د ځانګړي ځواک يو ساتونکى اصلاح الدين په رخصتۍ کور ته راغلى و، چې تېره شپه يې وسله والو پر کور بريد کړى دی.
د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې صلاح الدين وژل شوى او مور يې ټپي شوې ده.
خوږياڼى وايي چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه يې په تور څوک نه دي نيول شوي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن