خوست ښار (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٤): د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس په يوه وسله وال بريد کې ټپي شوى دى.
د خوست والي حکم خان حبيبي د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د ښار اړوند د متون په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکتر محمد هاشم سعيدي له کوره د دندې پر لور روان و چې په ياده سيمه کې يې وسله والو د تښتولو هڅه وکړه.
د نوموړي په وينا، پر دې مهاله نښته ر امنځته شوې چې له امله يې ډاکتر سعيد په مرمۍ لګېدلى او ټپي شوى دى.
والي وايي چې د پېښې اصلي انګېزه نه ده معلومه، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د خوست د ملکي روغتون رييس ډاکتر يوسف فيض پژواک اژانس ته وويل چې یو ټپي ورته ور وړل شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د يادونې ده، ډاکتر هاشم سعيدي شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې د خوست د عامې روغتيا د سرپرست رييس په توګه وټاکل شو.
تر اوسه پر هغه د بريد مسووليت چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن