کندهار (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٤): د کندهار د پوهنې رياست مسوولين وايي، اړوند وزارت په وروستيو دوو کلونو کې د دغه ولايت د پوهنې بهير ته پاملرنه نه ده کړې چې له امله يې هغوى د ودانيو او کتابونو له نشتوالي او د ښوونکو د تشکيل له کمښت سره مخ دي.
د کندهار د پوهنې رييس انجنير عبدالقادر پيوستون له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د دغه ولايت د پوهنې په تشکيل کې ټول ٤٥٠ ښوونځي شته چې دا مهال يې ٣١٨ پرانيستي دي.
هغه زياته کړه، د پرانيستو ٣١٨ ښوونيزو مرکزونو تر څنګ په دغه ولايت کې ٣٨ ديني مدرسې، ١٢ د مسلکي او تخنيکي زده کړو مرکزونه، ٧ د ښوونکو د روزنې مرکزونه او ٣١ خصوصي ښوونځي هم فعاليت کوي.
خو دى وايي، د ٣١٨ ښوونځيو له ډلې يوازې ١٩٢ ښوونځي ودانۍ لري او نور يې هيڅ ودانۍ نه لري چې د پوهنې د بهير پر وړاندې لويه ننګونه ده.
نوموړي د بېلګې په توګه د کندهار د ٣٨ ديني مدارس ياد کړل چې يوازې يوه يې دولتي ودانۍ لري او نور ټول په کرايي کورونو کې فعاليت کوي چې اصلاً تعليمي چاپېريال نه لري.
پيوستون د پوهنې پر وزارت نيوکه وکړه چې په وروستيو دوو کلونو کې يې دغې ستونزې ته توجه نه ده کړې او د ډېرو ښوونځيو زده کوونکي په يخ او ګرم موسم کې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي او ان خېمې هم نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن