کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٤): د کرنې وزير، د مالدارۍ د ودې په موخه د يوه پنځه کلن پلان له چمتو کولو خبر ورکړى او وايي چې افغانستان ته هر کال د دوه ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت حيواني محصولات را وارديږي چې دغه کچه د اندېښنې وړ ده.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت، د پنځه کلن پلان د چمتو کولو په موخه نن په کابل کې د کرنې وزارت چارواکو او د مالدارۍ، وترنرۍ او کرنې برخې لسګونه متخصصينو په ګډون يوه درې ورځنۍ غونډه تر سره کړه.
د څړ ځايونو له منځه تلل او غصبول او د هغو پر کرنيزو ځمکو او استوګنيزو ځايونو باندې بدلېدل، د کرنې وزارت په چوکاټ کې په ياده برخه کې د مسلکي پرسونل کمښت، پرانيستي سرحدونه او له بهر څخه د څارويو را واردول، په ژمي کې د خوراکې کمښت، د حيواني محصولاتو د پروسس لپاره د امکاناتو نشتون، د وترنرۍ د خدمتونو کموالى، اقتصادي کمزوري او د مال لرونکو لپاره د پور ورکړې د امکاناتو نشتون؛ د مالدارۍ په برخه کې عمده ستونزې دي.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير اسدالله ضمير د ياد کنفرانس د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې په دغه غونډه کې به د مالدارۍ د ودې په موخه د پنځه کلن پلان د چمتو کولو او حل لارو او په دې اړه د نظر د تبادلې په اړه خبرې اترې وشي.
هغه زياته کړه: "که څه هم د افغانستان ډېرى خلک د مالدارۍ او کرنې په کاروبار بوخت دي او له اويايمې لسيزې وړاندې کلونو پر مهال افغانستان له دې اړخه پر خپلو پښو ولاړ و او ان چې حيواني محصولات له هېواد بهر هم صادرېدل، خو اوس هر کال د دوه مليارده امريکايي ډالرو په ارزښت حيواني محصولات لکه غوښه، د چرګو هګۍ، لبنيات او نور له بهر را وارد کېږي."
د کرنې وزير، هېواد ته د حيواني محصولاتو د توريد په اړه اندېښنه څرګنده کړه او زياته يې کړه چې په تېرو ١٤ کلونو کې د مالدارۍ ودې او پراختيا او په هېواد کې د کوچيانو د ژوند وضعيت ته ډېر کم پام شوى دى.
هغه زياته کړه، د کرنې وزارت هڅه کوي چې مالدارۍ ته وده ورکړي او هر کال د دوه ملياردو ډالرو له وارداتو مخنيوى وشي.
ضمير د ياد کنفرانس له ګډونوالو وغوښتل چې په هېواد کې د مالدارۍ د پرمختګ او ستونزو د حل په موخه غوره وړانديزونه وړاندې کړي.
په دغه کنفرانس کې د ولسي جرګې استازي ملا تره خېل وويل چې په تېرو کلونو کې د مالدارۍ د پراختيا او د مال لرونکو ژوند ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې او څړ ځايونه د زورواکو له لوري غصب شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د کرنې وزارت او اړونده ارګانونه بايد د مال لرونکو د ژوند وضعيت د ښه والي او د مالدارۍ په موخه عملي ګامونه پورته کړي.
تره خېل وويل: "هيله ده، چمتو کېدونکى پنځه کلن پلان د کاغذ پر مخ پاتې نه شي او عمل پرې وشي."
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرهنې او خوراکې سازمان استازي او د ملګرو ملتونو د خوراکې او کرهنې سازمان (FAO) مشر توميو شيچيري (SHICHIRI . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن