ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اچین کې د داعش ۲۵ وسله وال وژل شوي

14 Feb 2016 - 15:50
14 Feb 2016 - 15:50

اچين (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٤): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د داعش پر ضد په نوو پيل شوو عملياتو کې ٢٥ وسله وال وژل شوي دي.

د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ ملي ګډو ځواکونو پرون د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې پراخ چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د څلورمې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين د سلواغې په ٢٥مه په اچين ولسوالۍ کې د جګړې له لومړۍ کرښو د ليدنې پر مهال په سيمه کې پژواک اژانس ته وويل چې له پرون راهيسې پيل شوو عملياتو کې تر اوسه د داعش ٢٥ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

هغه زياته کړه چې د عملياتو پر مهال د داعش وسله والو اړوند له وسلو ډک يو موټر هم له منځه وړل شوى دى.

جنرال سنګين وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې دوى په تصفيه شوو سيمو کې امنيتي پوستې ځاى پر ځاى کوي.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې داعش وسله والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې تر څنګ ١٨ کلي هم له وسله والو پاک او د حکومت واک کې راوستل شوي دي.

هغه وايي چې په دغو کليو کې د پېښې خوړ څوکه، کڅ کلى، د کمر څرخ، تاڼه دار کلى، اشخېل او نور شامل دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي بختيار پژواک اژانس ته وويل چې داعش وسله والو له ده څخه موټر بيولى دى او بېرته يې نه ورکوي.

نوموړي له امنيتي ځواکونو مننه وکړه چې په سيمه کې يې د يادو وسله والو پر ضد عمليات پيل کړي او ويې ويل چې دوى له داعش وسله والو څخه پوزې ته راغلي دي.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version