کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٤): په کابل کې د پاکستان سفير د سيد فضل الله وحيدي د تښتولو په تړاو د بهرنيو چارو وزارت ته وربلل شوى دى.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت د معلوماتو پر بنسټ، د هرات او کونړ ولايتونو پخوانى والي سيد فضل الله وحيدي دوه ورځې وړاندې د ناپېژاندو وسله والو له لوري د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې تښتول شوى دى.
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست او سياسي معين حکمت خليل کرزي نن په کابل کې د پاکستان سفير ابرار حسين ياد وزارت ته وربللى او له نوموړي سره يې د وحيدي د تښتولو په اړه خپله جدي اندېښنه شريکه کړې ده.
کرزي د يادې پېښې د غندلو تر څنګ ويلي: "دې ته په پام سره چې وحيدي د افغانستان له مهمو شخصيتونو څخه دى او دا پېښه بيا د پاکستان پلازمېنې په باامنه سيمه کې ترسره شوې نو افغانستان له پاکستان غواړي چې له ټولو امکاناتو څخه په ګټې د تښتوونکې ډلې د پېژندنې او د وحيدي د خوشي کولو په برخه کې کلک ګامونه پورته کړي."
ورته مهال په ياد هېواد کې افغانستان سفارت چارواکو ويلي چې په دې اړه يې د پاکستان له پوليسو سره اړيکه نيولې ده.
د پاکستان پوليسو، د اسلام اباد په بېلابېلو سيمو کې د هغه د موندلو په موخه د پلټنو له پيله خبر ورکړى دى.
بلخوا پاکستاني رسنيو ويلي چې وحيدي دوه ورځې وړاندې د اسلام اباد له اېف ٧ سيمې څخه په دوه موټرونو کې د سپرو وسلوالو کسانو له لوري تښتول شوى دى.
سرچينو ويلي چې وحيدي د خپلې کورنۍ له يو شمېر غړو سره يو ځاى د برېټانيا هېواد د ويزې ترلاسه کولو په موخه اسلام اباد ته تللى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن