تالقان (پژواک، ٣ کب ٩٤): د تخار په بارک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د کب په ٣مه پژواک خبرې اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د بارک ولسوالۍ په بازار کې د ملا فاروق په کور کې چاودنه وشوه.
هغه وايي چې ملا فاروق د بارک ولسوالۍ د بازار د جامع جومات ملا امام و.
تيمور وايي چې ملا فاروق په خپل کور کې چاودېدونکي توکي ساتلي وو چې تېره ورځ يې چاودنه کړې او له امله يې ملا فاروق، مېرمن، دوه بچيان يې او يوه بله ښځه وژل شوي دي.
دغه راز د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال نورمحمد حکيمي هم پژواک ته وويل چې د يادې چاودنې په اړه د پوليسو پلټنې روانې دي.
هغه زياته کړه: ((پخوا هم موږ پر ملا فاروق شک درلود چې دی به له وسله والو مخالفينو سره لاس ولري خو تر اوسه هم دغه موضوع نه ده ثابته شوې خو په اړه يې زموږ پلټنې روانې دي.))
د افغان دولت وسله والو مخالفينو د ملا فارق په کور کې د چاودنې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن