کابل (پژواک، ٤ کب ٩٤): د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ د څلور اړخيزه خبرو څلورم پړاو غونډه په کابل کې پيل شوه او ټاکل شوې چې له وسله والو مخالفينو سره د سولې د مخامخ خبرو ځاى او وخت هم څرګند شي.
د همغږۍ د ډلې درې پخوانۍ ناستې په کابل او اسلام اباد کې ترسره شوې وې او د څلورو واړو هېوادونو استازو د همغږۍ د درېيمې ناستې په پاى کې چې د سلواغې په ١٧مه نېټه ترسره شوه، له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرو د بيا پيل لپاره د (د افغانستان سولې لار نقشه) په اړه هوکړه وشوه او اعلان يې وکړ چې تمه ده تر درېيو راتلونکو اوونيو پورې به د سولې د مخامخ خبرو نېټه وټاکل شي.
د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د همغږۍ ډلې څلورمه ناسته به د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په پرانيستونکي وينا سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پيل شوه.
د حکومت د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل وايي چې افغان حکومت هيله من دى چې له څلور اړخيزې ناسې به يوه مثبت پياله ترلاسه کړي، څو د سولې د خبرو لور ته له يوه روښانه ميکانيزم سره ولاړ شي.
هغه زيات کړه چې په دې ناسته کې به د حکومت او وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې مخامخ خبرو ځاى او وخت هم څرګند شي او وروسته به له وسله والو مخالفينو سره د سولې د مخامخ خبرو لومړۍ پړاو پيل شي.
فيصله زياته کړه: ((افغان حکومت له ټولو ښکېلو خواوو سره د سولې د خبرو غوښتونکى دى او هڅه کېږي چې پر طالبانو سربېره، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب او حقاني شبکه هم د سولې خبرو يوه برخه وي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن