ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چين له افغانستان سره په پوځي برخه کې کابو ٧٢ ميليونه ډالره مرسته کوي

29 Feb 2016 - 19:25
29 Feb 2016 - 19:25

کابل (پژواک ١٠ کب ٩٤): د چين لوى درستيز وايي، هېواد به يې پر پراختيايي او اقتصادي همکاريو سربېره د افغانستان له حکومت سره په نظامي برخو کې د کابو ٧٢ ميليون امريکايي ډالرو (۴۸۰ ميليون چينايي ين) په ارزښت مرسته وکړي.

نوموړي چې نن د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر کابل ته راغلى، دغه څرګندونې، له ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې د کتنې پرمهال کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې (د ليندۍ ١٩مه) ولسمشر غني له چين څخه غوښتي و، چې د ترهګرو د ځپلو لپاره له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن د چين د ولسي جمهوريت له لوى درستيز جنرال فن فيګوى او ملګري پلاوي سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې د چين د وسله وال پوځ لوى درستيز ولسمشر ته د افغانستان او سيمې په هکله د چين د جمهور رييس د نظرياتو، پلانونو او برنامو په هکله معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې د افغانستان او چين اړيکې دوستانه او په ښو مناسباتو ولاړې دي.

جنرال فن فيګوى ولسمشر غني ته ويلي: "د چين خلک تراوسه هم په نړيوال بانک کې ستاسو د ماموريت پرمهال د چين په بېلابېلو برخو کې د اوبو لګولو د پروژو د تامين او تطبيق يادونه او قدرداني کوي."

د نوموړي په وينا، چين په افغانستان کې د سولې د ټينګښت، د اړيکو د پراختيا او له  ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې د افغانستان د حکومت هڅې او اقدامات ستايي او همدارنګه يې ولسمشر ته د خپل هېواد په استازيتوب د همکاريو ډاډ ورکړ.  

د چين لوى درستيز ولسمشر غني ته د چين په استازيتوب، د ده د هغې طرحې د ملاتړ ډاډ ورکړ، چې د شانګهاى په غونډه کې يې له ترهګري سره د مبارزې په خاطر د سيمې د هېوادونو د همکاريو د جلبولو په موخه مطرح کړې وه.

هغه وويل، چين به راتلونکي اوړي د دغې طرحې د تطبيق په موخه د سيمې د هېوادونو د مشرانو غونډه جوړه کړي.

د جنرال فن فيګوي په خبره، د څلور لارې په توګه د افغانستان موقعيت د چين د اقتصادي کمربند لپاره حياتي ارزښت لري، خو ترهګري د چين د دغه اقتصادي کمربند لپاره لوى تهديد دى، نو له دې امله چين د ترهګرۍ پر ضد مبارزه باندې ټينګار کوي.

ده زياته کړه، د ترهګرۍ ضد ګډه مبارزه بايد د افغانستان، تاجکستان، چين او پاکستان هېوادونو د څلور اړخيز چوکاټ له مخې ترسره شي.

نوموړي همدارنګه د دغو څلورو هېوادونو ترمنځ د اطلاعاتو او معلوماتو د شريکولو په همکارۍ هم ټينګار وکړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version