کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٤): يوشمېر خلک وايي چې د ځينو شخصتيونو د تلينونو مراسم د ډلو له خوا د سياسي قدرت د ښودلو لپاره ترسره کېږي چې د مالي زيان تر څنګ د وخت ضايع کېدو او خلکو ته د مزاحمت سبب ګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې د کب په ١٨مه د جمعيت اسلامي د ارشد غړي او پخواني مرستيال ولسمشر مارشال محمدقسيم فهيم، د کب په ٢٢مه د ملي وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د مړينې، د وږي په ٢٩مه د پخواني ولسمشر او جمعيت اسلامي د رهبر استاد برهان الدين رباني او د وږي په ١٨مه د جمعيت اسلامي د يوه قوماندان او د مجاهدينو په حکومت کې د دفاع وزير احمدشاه مسعود يادغونډې ترسره کېږي.
د ولسي جرګې د غړي مصطفى کاظمي او د دې جرګې د څو نورو غړو تر څنګ چې په بغلان کې په يوه بريد کې ووژل شول، د ګڼو نورو شخصيتونو يادغونډې ترسره کېږي.
د مارشال فهيم د تلين مراسم له درېيو ورځو راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې دوام لري او ټاکل شوې چې سبا ورځ به د جمعيت اسلامي د قوماندان او د کندوز د پخواني امنيه قوماندان مولانا عبدالرحمن سيدخېلي يادغونډه په کابل کې جوړه شي.
د مارشال فهيم د يادغونډې د مراسمو ترسره کولو کمېسيون، د جزئياتو له ورکړې پرته وايي چې د مارشال فهيم د يادغونډې زيات لګښتونه د بنياد فهيم له لوري ورکول کېږي.
خو په هغه مکتوب کې چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مالي او او اداري مرستيال عبدالمالک صديقي په لاسليک صادر شوی او کاپي يې پژواک ته رسېدلي، راغلي: ((د جمهوري رياست د ٢٣٣٦ ګنې او د ٢٢/١١/١٣٩٤ نېټې حکم له مخې د کب په ١٨مه د مرحوم مارشال محمدقسيم فهيم دويم تلين ترسره کولو لپاره د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز ستر جنرال قدم شاه شهيم په مشرۍ د اړوند چارواکو، وزارتونو او ادارو له خوا د ګډ کمېسيون جوړېدل منظور شوي دي، کمېسيون دې د دوو جلا ناستو په ترڅ کې په مرکز کې د پرتمينو مراسمو د ترسره کولو لپاره ټول چمتووالى ونيسي او پر بنسټ دې اجراات وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن