ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر افغان- تاجک پوله دوه کسان وژل شوي

7 Mar 2016 - 11:11
7 Mar 2016 - 11:11

کابل (پژواک، ١٧ کب ٩): د افغانستان او تاجکستان په سرحدي سيمه کې د يوې نښتې په ترڅ کې د يوه تاجک سرحدي سرتېري په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

د تاجکستان د سرحدي سيمو د امنيت ادارې له خوا د کب په ١٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه وړمه ورځ  د افغانستان پولې ته څېرمه د پنج په سيمه کې رامنځته شوې وه.

سرچينې زياته کړې چې د وسله والو يوه نهه کسيزه ډله د افغانستان له خاورې د تاجکستان خاورې ته اوښتي وو چې د تاجک سرحدي ځواکونو له ګزمې سره مخ شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو لورو تر منځ نښته شوې چې په پايله کې يې يوه وسله وال او يو د تاجکستان د سرحدي ځواکونو سرتېرى وژل شوي دي.

سرچينې ويلي چې د يادې وسله والې ډلې مشري مير افضل کوله او وژل شوى وسله وال ملا فيض الدين نومېده.

د تاجکستان سرحدي ځواکونو ويلي چې د يادې ډلې نور غړي تښتيدلي او دوى يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

بلخوا ځينې سرچينې وايي چې ياده ډله په وسله والو طالبانو پورې اړه لري او له کندوز ولايت څخه تاجکستان ته اوښتي وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version