مزارشريف ، پل علم (پژواک، ۲۳ کب ۹۴): د شمال زون په پنځو ولايتونو کې د باغ جوړونې د ملي پروژې له لارې پر ۴ زره جريبه ځمکه د مېوه لرونکو نيالګيو د اېښودو چارې پيل شوې.
د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د کب په ۲۳مه د يادې پروژې په لړ کې د مېوه لرونکو نيالګيو د اېښودو لړۍ پيل شوه.
په شمال زون کې د باغ جوړونې او مالدارۍ د ملي پروژې مسوول فهيم جباري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شمال زون کې د پسرلني کمپاين په ترڅ کې پر ۴ زره جريبه ځمکه د مېوه لرونکو نيالګيو لړۍ پيل شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې د دې پروژې له لارې هر کروندګر چې ځمکه ولري، د اوبو اسانتيا ورته برابروي، باغ جوړولی شي.
د هغه په وينا، دوی له کروندګرو سره د باغ د مسلکي اېښودو تر څنګ د باغ جوړونې په اړه د عامه پوهاوي او د ځينو وسايلو مرسته کوي.
د بلخ د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس وويل چې د بلخ ډاډمن امنيت د دغه ولايت په پراخو ځمکو کې د باغ جوړونې چارې چټکې کړې دي.
نوموړي زياته کړه چې سږ کال به بلخ کې د باغ جوړونې د ملي پروژې له لارې ۱۲۰۰جريبه ځمکه کې مېوه لرونکي باغونه کېنولی شي.
د هغه په وينا، په بلخ کې د باغ جوړونې د ملي پروژې له لارې تر دې دمه ۷زره جريبه ځمکه تر پوښښ لاندې نيول شوې چې د کروندګرو په اقتصادي حالت يې مثبت اغېز کړی دی.
شمس وويل چې په دغه ولايت کې د يادې پروژې له امله د باغونو حاصلات له ۲۰ تر ۳۰ سلنه پورې ډېر شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې د باغ جوړونې د ملي پروژې د تېرو اتو کلونو د چارو له امله بلخ د نورو سيمو نيالګيو ته اړتيا نه لري؛ بلکې په خپله يې رامنځ ته کوي.
د چمتال ولسوالۍ د رباط سيمې اوسېدونکي محمد دين چې په درې جريبه ځمکه کې يې د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو باغ جوړ کړي، پژواک ته وويل چې د يادې پروژې له چارو څخه خوښ دي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ مخکې هم باغ داران وو، خو اېله پوه شوو چې بايد باغ څه ډول کېنول شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن