کابل (پژواک ٩ ورى ٩٥): د ليکوال او رسنيز همکار بشيراحمد ريان جسد د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې موندل شوى دى.
ريان د کندهار پوهنتون محصل و او له خبريال ډاټ کام وېبپاڼې سره يې همکاري درلوده. د نوموړي کابو شل کتابونه چاپ شوي، چې ځينې يې ژباړې او ځينې نور يې په خپله ليکلي دي.
د خبريال وېبپاڼې چلوونکي ميرويس افغان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غزني ولايت اوسېدونکى بشيراحمد ريان چې د ژباړې په برخه کې يې له خبريال ډاټ کام سره همکاري کوله، دوه مياشتې وړاندې د کندهار پوليسو نيولى و.
ده زياته کړه، تر دوه مياشتې بند وروسته، نوموړى د برېښنا په شارټونو وژل شوى دى
د بشير احمد ريان ورور شفيق ريان وايي چې، بشير تر وژل کېدو وړاندې ډېر شکنجه شوى او وروسته د برېښنا په شارټونو سره وژل شوى دى.
د هغه په وينا، نوموړى د پوهنتون د ازموينې په وروستۍ ورځ له کندهار پوهنتون نه د ښار په لور روان و، چې نيول شوى دى.
دى وايي، د کندهار پوليسو هغه په يوه پټ ځاى کې ساتلى و او دوى ته يې د ريان د روغتيا ډاډ ورکاوه.
نوموړي ادعا وکړه: "ورور يې د کندهار له امنيه قومندان جنرال رازق سره و، ځکه د هغه سکرتر غورځنګ څو ځلې خلکو ته ويلي و چې بشير ريان له دوى سره دى او څه جرم نه لري."
خو نوموړى زياتوي، د ريان جسد تېره ورځ د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې موندل شوى دى. مړى پوليسو تر روغتون پورې رسولى او نوره ناخبري ښيي.
د هغه ورور وايي، د بشري حقوقو ادارې او د ګډ حکومت مشرتابه دې د کندهار له پوليسو وپوښتي، چې د دوی ورور يې په کوم جرم وژلی دی.
خو د کندهار امنيه قومنداني او د دې ولايت د والي وياند د يادې پېښې په اړه ناخبري ښيي.
يوې دولتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، بيا پژواک اژانس ته وويل چې بشيراحمد ريان د وسله والو طالبانو اړوند د "الامارة" وېبپاڼې سره همکاري لرله خو کورنۍ يي دا تور ردوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن