کابل (پژواک،١٩ ورى ٩٥): پوليسو د پوهنې وزارت اووه کا کوونکي د دغه وزارت د دوو ليليو جوړولو په پروژه کې د ٢٦ ميليونو افغانيو د اختلاس په تور نيولي دي.
د کورنيو چارو وزارت له لويو جرمونو سره د مبارزې مشر مل پاسوال عبدالغيور اندرابي نن په يوه خبري غونډه کې په کابل کې وويل چې ترلاسه شوي اطلاعات او اسناد ښيي چې د دوو ليليو (د نجونو او هلکان) د جوړولو په تړون کې چې د کابل ښار د شپږمې ناحيې اړوند د معارف تخنيکي او مسلکي زده کړو معينيت مربوط دي، په ١٣٩٢کال کې لږ تر لږه ٢٦ ميليونه افغانۍ اختلاس شوى دى.
اندرابي وويل چې يادې دواړه ودانۍ، د ودانۍ، نقشې، بشپړېدو نېټه او د پراختيايي پلان په پام کې نيولو له اړخه يو شان وې؛ خو د يوې ودانۍ تړون په ٤٥ ميليونه افغانيو او د بلې په ٧١ ميليونه افغانيو ترسره شوى دى.
د نوموړي په وينا، د کورنيو چارو وزارت پر دې موضوع له تېرې يوې مياشتې راهيسې کار کوي څو د ٢٦ ميليونو افغانيو توپير په ګوته کړي.
اندرابي زياته کړه: "د اسنادو له تفتيش څخه وروسته پرون د موظف څارنوال تر نظر لاندې دې پايلې ته ورسېدو چې يو شمېر کسان د دې قضيې په تړاو تورن پېژندل کېږي."
د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې مشر زياته کړه چې د پوليسو له لوري تر اوسه اووه کسان د قضيې په تړاو نيول شوي خو نور کسان هم د دې قضيې په تړاو تورن پېژندل شوي چې ځيني تښتېدلي او پاتې نور په حکومتي ارګانونو کې دندې ترسره کوي، چې ډېر ژر به ونيول شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د تخنيکي او مسلکي معينيت د اې اېس ډي پي (ASDP) ادارې د انجينري ديپارتمنت مسوول انجينر پروېز سروري، د ياد معينيت د انجينري معينيت غړى انجينرمحمد ظريف، د اې اېس ډي پي په پروژه کې د تدارکاتو متخصص شاهپور، د يادې پروژې د تدارکاتو امر محمد اجمل، د دغه معينيت د مسلکي ښوونکو د روزنې مشر انجينر عبدالحق راشدي، د ياد معينيت د مالي او محاسبې مدير انجينر عبدالحميد وهاب او د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي معينيت د انجينري رياست د پلان مدير انجينر محمداصف د يادو اوو نيول شوو کسانو په ډله کې دي.
همداراز د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن خبري غونډه کې وويل چې د "افغانستان برېښنا شرکت" درې کارکوونکي هم له خلکو په چلوټه او بېلابېلو پلمو د پيسو اخيستو په تړاو نيول شوي دي.
نوموړي وويل چې ياد کسان د کابل ښار په اولسمه ناحيه کې، د موظف څارنوال په شتون کې د ٢١٠٠ افغانيو بډو د ترلاسه کولو پر مهال ونيول شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن