ترينکوټ (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥): په اروزګان ولايت کې له سلګونو سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
دغه مرستې نن (د وري ٢٤مه) په اروزګان ولايت کې له پېښو سره د مبارزې ادارې او ځينو مرستندويه ټولنو له لوري و وېشل شوې.
په اروزګان ولايت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رييس عصمت الله فيض پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ٣٢٢ سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
هغه وايي چې په دې مرستو کې وړه، وریجې، لوبیا، غوړي، خېمې، کمپلې، جامې او د پخلنځي وسايل شامل دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د ( (IOMاو ((HAPA موسسو له خوا يواځې په مرکز ترينکوټ کې له سېلاب ځپلو سره وشوې خو دغه لړۍ به ډېر ژر ولسواليو ته هم وغځول شي.
د فيض په وينا، له هغو کورنيو سره به د کورونو په جوړولو کې هم مرستې وشي چې د سېلاب پر مهال يې کورونه نړېدلي دي.
د يادو مرستو د وېشلو پر مهال د اروزګان ولایت د ولایتي شورا رییس عبدالکریم خادمزي پژواک ته وويل چې د ورستیو ورښتونو له امله په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې سلګونه کورنۍ زیانمنې شوې خو په وینا یې چې باید دولت د کورونو په جوړولو کې هم له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.
خادمزی وایي چې نننۍ مرستي بسنه نه کوي او له اړوندو ادارو څخه یې غوښتنه ده چې د خپلو مرستو لړۍ تر ولسوالیو پورې هم وغځوي.
عبدالحکيم چې مرستې ترلاسه کړې وې پژواک ته وويل: ((موږ ډېر خوشحاله يو چې له موږ سره مرستې وشوې خو دا مرستې ډېرې کمې دي، له موږ سره بايد نورې مرستې هم وشي.))
ده وويل چې د وروستيو ورښتونو له امله د ډېرو خلکو ځمکې اوبو وړې او کورونه يې هم ويجاړ شوي دي نو ډېرو مرستو ته اړتيا لري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې پرله پسې ورښتونه وشول او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن