کابل(پژواک، ٨ غويى ٩٥): طالبان وايي، د هغوى د سياسي دفتر يو پلاوى پاکستان ته تللى تر څو له پاکستاني چارواکيو سره په سرحدي سيمو کې د ځينو ستونزو او نورو مسايلو په اړه خبرې وکړي.
طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي :" دا چي افغان ولس له ګاونډي هیواد پاکستان سره نږدې اړیکي ،اوږده پوله او تجارتي راکړه ورکړه لري، همدا رنګه هلته زموږ زیات شمیر هیواد وال دهجرت شپي ورځي تیره وي، د قطر سیاسي دفتر پتیلې چي اسلام اباد ته یو لوړ رتبه پلاوی و لیږي."
سرچینه لیکی چې دې پلاوي ته د دوى د مشرتابه له لورې دنده سپارل شوې چي د پاکستان حکومت له چارواکوسره په هغه هیواد کې د میشتو مهاجرو په ستونزو،په ځینو سرحدي سیمو کې په یو لړ مشکلاتو او په خاص ډول د ملابرادر اخوند او یو شمیر نورو بندیانو د خلاصون په اړه خبري وکړي .
طالبانو هيله څرګنده کړې چې دا سفر د داوړو هیوادو په ګټه او ښې پایلې ولري .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن