اسعداباد ( پژواک، ١٠غويى ٩٥) : په کونړ کې د دولت د وسله والو مخالفينو د دوو ډلو خپلمنځي نښته کې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي .
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غويي په ١٠مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د کونړ د مرورې ولسوالۍ د چنار په سيمه کې د تحريک طالبان وسله والې ډلې او امارت پورې اړوند د وسله والو طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته رامنځته شوه .
هغه زياته کړه چې په دې نښته کې د امارت وسله والو طالبانو يو قوماندان شمس له درې نورو وسله والو سره وژل شوى دى .
د نوموړي په خبره، چې د تحريک طالبان وسله والې ډلې ته زيان نه دى اوښتى ، خو درې وسله وال يې په سيمه کې د ملي اردو له مېشتو سرتېرو سره يوځاى شوي دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ياده نښته کې د شمس په نامه د سرګروپ په ګډون د څلورو خپلو وسله وال وژل مني .
هغه پژواک ته وويل چې دا نښته د طالبانو خپلمنځي نه وه ، بلکې دغه کسان د دولت لخوا دستوري راغلي وو او د دوى پر وسله والو يې بريد کړى .
د يادونې ده چې مروره ولسوالۍ د ډيورنډ له فرضي کرښې سره پر پوله پرته ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن