ګردېز (پژواک، ١٥ غويی ٩٥): د پکتيا په سيد کرم ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې څلور پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې وسله والو طالبانو د سيد کرم ولسوالۍ د بډم کندې په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.
د هغه په وينا، بريد شاوخوا دوه ساعته دوام کړى چې له امله يې څلور پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د نوموړي په خبره، د بريد په ترڅ کې درې وسله وال هم وژل شوي چې جسدونه يې په سيمه کې پراته دي.
هغه زياته کړه: ((زه خپله اوس سيمې ته راغلی يم او په دې سيمه کې مې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات پيل کړي دي.))
خو د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل پژواک ته وويل چې دغه ډول بريدونه د امنيتي چارواکو د بې غورۍ له امله رامنځته کېږي.
هغه زياته کړه: ((موږ له ډېر پخوا راهيسې د دې ډول پېښې خطر درک کړی و او له امنيتي چارواکو سره مو هم شريک کړی و خو چا ورته پاملرنه ونه کړه.))
د منګل په خبره چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو تر منځ اړينه همغږي شتون نه لري او د بريدونو پر مهال له يو بل سره همکاري نه کوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې د بډم کندې پوسته د سيدکرم ولسوالۍ د مقام په دوه کيلومترۍ کې موقعيت لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن