فيض اباد ښار (پژواک، ١٦ غويى ٩٥): د بهرنيو چارو وزير بدخشان ته د سفر پر مهال ويلي چې په دغه ولايت کې د بهرنيو جګړه مارو شتون ګاونډي هېوادونه اندېښمن کړي، خو حکومت هڅه کوي چې دغه موضوع وڅېړي.
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني له خلکو سره په ناسته کې وويل چې بدخشان د افغانستان له مهمو ولايتونو دى چې له درېيو هېوادونو سره پوله لري.
هغه وويل چې په بدخشان کې د بهرنيو جنګياليو د شتون پخلى شوى او دا موضوع د ګاونډيو هېوادونو د اندېښنې سبب شوې، خو زياته يې کړه چې حکومت د بهرنيو جنګياليو موضوع له نړيوالې ټولنې سره مطرح کړې او په ټول هېواد کې په ځانګړي ډول بدخشان کې به د امنيتي وضعيت ښه والي ته جدي پاملرنه وکړي.
د بهرنيو چارو وزير وويل چې تر دوو راتلونکو اوونيو پورې به په بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې چې پر افغانستان هم بحث کوي، ګډون وکړي او د افغانستان پر امنيتي وضعيت به په کلي ډول بحث وشي، خو ددې ناستې په څنډه کې به د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو سره د بدخشان د امنيت موضوع هم مطرح کړي.
رباني مني چې افغان حکومت له ګڼو ننګونو له وزګارتيا، نا امنۍ، او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو نوموړى خلکو ته ډاډ ورکوي چې حکومت هڅه کوي، له ستونزو سره مقابله وکړي او حل لاره ورته ولټوي.
نوموړي زياته کړه: "يوه عمده ننګونه د ځوانان کډوالي ده او غواړو هغه ځوانان چې تحصيل يې کړى او په راتلونکي کې هېواد ته بيا رغونه، اقتصاد او سياست کې غوره او فعال نقش درلودلى شي، هېواد دې نه پرېږدي، حکومت هم هڅه کوي چې په دې برخه کې ځوانانو ته د کار زمينه مساعده کړي، څو نور د هېواد پرېښود ته اړ نه شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن