لښکرګاه (پژواک، ٢٠ غويی ٩٥): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په خپلمنځي جګړه کې ٣٠ طالبان وژل شوي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د غويي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د تريخ ناور په سيمه کې د وسله والو طالبانو تر منځ خپلمنځي جګړه شوې ده.
هغه زياته کړه: ((دغه جګړه د ملا رسول او ملا اختر منصور د کسانو تر منځ شوې ده او اوس هم يو بل ته په سنګرونو کې پراته دي.))
سرجنګ وايي چې د طالبانو خپلمنځي پرونۍ جګړه کې ٣٠ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
هغه وايي چې د يادو وژل شوو طالبانو له ډلې د دريو جسدونه يې امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
دغه راز د ناوې ولسوال اغا محمد تکړه هم وويل چې تېره ورځ د تريخ ناور په سيمه کې د وسله والو طالبانو تر منځ خپلمنځي جګړه شوې ده.
هغه وويل چې په دې جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا په هلمند کې د وسله والو طالبانو تر منځ خپلمنځي جګړه رد کړه.
هغه پژواک ته وويل چې تېره ورځ د تريخ ناور په سيمه کې د طالبانو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ جګړه شوې چې پوليسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او له سيمې پر شا شوي دي.
تريخ ناور د هلمند د مرکز لښکرګاه، ناوې، نادعلي او مارجې ولسواليو ګډه سيمه ده چې واګي يې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن