واشنګټن (پژواک، ٢٣ غويى ٩٥): په ملګرو ملتونو کې د افغانستان مرستيال استازى وايي چې طالبان او د هغوى ملاتړي په نړۍ کې د اوسنۍ ترهګرۍ مسوولين دي.
دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي مرستيال نظيف الله سالازي د امنيت شورا غړو ته په خپلو څرګندونو کې کړې دي.
هغه په ښکاره د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو په ډاکه کړې یې ده چې د افغانستان يو ګاونډى هېواد د وسله والو طالبانو مرسته او ملاتړ کوي.
نوموړي زياته کړې: ((د طالبانو له رامنځته کولو مخکې نړۍ د ترهګرۍ له اوسنۍ بڼې سره بلده نه وه، کله چې طالبان رامنځته شول، نو د القاعدې، بوکو حرام او داعش په څېر نورې بدنامې ډلې هم پيدا شوې.))
د سالارزي په وينا، همدغه طالبان د دوى ملاتړي وو چې په سيمه او نړۍ کې د ترهګرۍ اوسنۍ بـڼه رابرسېره شوه او دغه بڼه نورو ترهګرو ډلو هم خپله کړه.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي مرستيال ويلي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان د نړيوالو ترهګرو ډلو پر مرکز بدل شوى و او په دغو مرکزونو کې زرګونو ترهګرو ته روزنه ورکول کېده.
د هغه په وينا، له همدې له امله نن په افغانستان، سيمه، اسيا، اروپا، منځني ختيځ او امريکا کې د ترهګرۍ پېښې رامنځته کېږي.
سالازي پوښتنه وکړه چې طالبان څنګه او ولې رامنځته شول، دوى څه ډول د درنو وسلو، ټانکونو او الوتکو کارول زده کړل.
هغه زياتوي: ((چا طالبانو ته روزنه ورکړل، چا ورته امکانات برابر کړل، مالي مرسته يې ورکړه، خوندي ځالې يې ورته جوړې کړې او هر کال ورته پسرلني عمليات پلانوي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن