کندهار (پژواک، ۷ غبرګولی ١٣٩٥): د کندهار ولايت امنيه قوماندان وايي چې د طالبانو نوى مشر د پاکستان استخباراتي ادارې له لوري د نورو طالب مشرانو له خوښې پرته ټاکل شوی او دا کار کېدای شي په وسله والو طالبانو کې د ډېرو اختلافاتو پیدا کېدو لامل شي.
هغه دغه راز دا هم وويل چې د ملا اختر منصور په پرتله د ملا هبت نفوذ په دې ډله کې کم دی او وبه نه شي کولای ټول طالبان پر ځان راټول کړي، بلکې نور به هم ووېشل شي.
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
جنرال رازق وويل: ((د وسله والو طالبانو نوى مشر ملا هبت الله د ملا اختر محمد منصور په څېر نفوذ نه لري، پر همدې بنسټ به هغه ونه شي کولاى خپل ټول وسله وال پر ځان راټول کړي.))
هغه زياته کړه، د وسله والو طالبانو وژل شوى مشر ملا اختر محمد منصور نه يوازې د دوى د واکمنۍ پر مهال مهم چارواکى او ملا محمد عمر ته نږدې کس و، بلکې په تېرو پنځلسو کلونو کې يې د دې ډلې ټولې چارې سمبالولې.
نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې ملا اختر محمد منصور په دې ډله کې د خپل نفوذ سربېره له روسيې او ايران سره هم اړيکې لرلې، خو اوسنى مشر ملا هبت الله به دا وړتيا ونه لرلاى شي.
ده نوى ټاکل شوى مشر د وسله والو طالبانو په منځ کې يو متنازعه شخص ياد کړ او ويې ويل: ((د ملا محمد عمر د مړينې له اعلان وروسته چې کله ملا اختر محمد منصور مشر وټاکل شو او د طالبانو ځينو ډلو يې مخالفت وکړ، د هغوى پر ضد د جګړې ټولې فتواوې ملا هبت الله ورکولې.))
نوموړي زياته کړه، د دې پر ځاى چې طالب مشرانو د ملا منصور د جنازې او فاتحې مراسم ترسره کړي واى، ټوله هڅه يې دا وه چې څنګه د دې ډلې مشري ترلاسه کړي.
ده وويل: ((زه ډېر دقيق معلومات لرم چې درې شپې پر له پسې په کوټه کې ملا هبت الله، ملا محمد يعقوب، ملا ګل اغا او سراج الدين حقاني د پاکستان د استخباراتي ادارې له دريو تنو نورو سره چې د تورو هيندارو په موټر کې راتلل، ګډې ناستې کولې او بالاخره يې ملا هبت الله د مشر په توګه وټاکه.))
دى زياتوي، نوى مشر ملا هبت الله د دې ډلې د غړو له مشورې پرته د پاکستان له خوا ټاکل شوى دى.
هغه دا هم وويل چې ملا هبت الله به تر راتلونکو څو ورځو پورې خپله برنامه اعلانوي او بيا به يو پټ ځاى ته د استوګنې په موخه لېږدول کېږي.
نوموړي خبر ورکړ چې له يادو وروستيو پېښو سره د طالبانو محلي قوماندانان او د هغوى افراد اوس پر دې پوه شوي چې د چا د ګټو لپاره جنګېږي او اخر کوم عمل ورسره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن