کابل (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): د پاکستان د پلټنو مرکزي اداره وايي چې د طالبانو وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور د بلوچستان ايالت اړوند سيمه کې د شخصي کور اسناد هم لرل.
ملا منصور د روان لمريز کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د بلوچستان ايالت په نوشکي سيمه کې ووژل شو.
د نوموړي له جسد سره په مستعار نوم د هغه پاکستانی پاسپورټ او تذکره (شناختي کارډ) هم ترلاسه شوي دي.
راپورونه وايي چې هغه د ولي محمد په نوم پاکستانی پاسپورټ او تذکره جوړ کړي او د پاکستان له بېلابېلو هوايي ډګرونو يې بهرنيو هېوادونو ته سفرونه هم کړي وو.
د پاکستان د پلټنو مرکزي اداره (اېف اى اى) وايي چې ملا اختر پر يادو اسنادو د بلوچستان په عبدالله کلا سيمه کې شخصي کور هم درلود، د کور او ځمکې اسناد يې هم جوړ کړي وو.
سرچينې زياته کړې چې د ملا منصور د ځمکې او کور په اسنادو کې ليکل شوي چې هغه د عبدالله کلا اوسېدونکى او په کاکړ قوم پورې تړاو لري.
پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې ملا اختر منصور په ١٩٩٩ زېږديز کال کې د پاکستان د تابعيت اسناد جوړ کړي وو.
د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې په دې تړاو د مرکزي احصايې په ګډون يو شمېر لوړپوړي کسان نيولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن