ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وکیلان: په بلخ کې شخصي زندانونه دي

2 Jun 2016 - 16:02
2 Jun 2016 - 16:02

مزارشريف (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۵): د بلخ د ولايتي شورا مرستيال او ځیني غړي یې په دغه ولايت کې د شخصي زندانونو او د چارواکو له خوا د ځمکو د غصب ادعاوې وکړې.

د ولايتي شورا د مرستيال شجاع الدين شجاع په ګډون د شورا ځينو غړو د غبرګولي په ۱۳مه په دغه ولايت کې له تېرې يوې اوونۍ د روانو سياسي مخالفتونو په تړاو خبري ناسته وکړه.

په ياده خبري ناسته کې د بلخ ولايتي شورا مرستيال شجاع الدين شجاع وويل چې دوی د بلخ د شته ستونزو د سپړلو په موخه له تېرو څو ورځو خپل غږ پورته کړی دی.

نوموړي د ولايتي شورا رييس افضل حديد د تېرې ورځې د خبري ناستې په تړاو وويل چې دوی د ولايتي شورا د وکيلانو په توګه د دولتي ادارو د څار حق لري او همدا يې دنده ده.

د ولايتي شورا رييس ډاکټر حديد پرون د ولايتي شورا له ځينو نورو غړو سره په ګډه خبري ناسته کې د ولايتي شورا د مرستيال شجاع او د يادې شورا د وکيل محمداصف مومند هغه څرګندونې چې په بلخ ولايت کې يې د بې عدالتيو، نا امنيو او غير مسوولو کسانو ته د وسلو د وېش په تړاو څرګندونې وکړې، د ولايتي شورا د اصولو خلاف ګڼلې وې.

خو شجاع وايي چې ولايتي شورا د قانون او اصولو له مخې دوی خپله دنده پر ځای کوي چې د بلخ له بې عدالتيو او نا امنيو پرده پورته کړي.

نوموړي زياته کړه چې دوی مدني حرکت کوي، نه وسله لري او نه هم د زورواکو، وسله والو او د ځمکو د غاصبينو ملاتړ کوي.

هغه وايي: ((زموږ حرکت قانوني دی، نه د کوم شخص او نه هم د کوم تنظيم له خوا لمسول شوي يو. موږ بايد د ولايتي شورا د وکيلانو په توګه د دغه ولايت ستونزې را وسپړو.))

د هغه په وينا، له ۱۳۸۰ لمريز کال څخه په بلخ ولايت کې تر دې دمه زرګونه جريبه دولتي او غير دولتي ځمکې غصب شوې چې د روضې شاوخوا ساحه هم له غصب کېدو لرې نه ده پاتې.

شجاع وويل: ((تاسو ټول پوهېږئ چې د دغو غصبونو ځمکو تر شا موږ د ولايتي شورا وکيلان نه يو، تر شا يې هغه څوک دي چې پر بلخ حکمراني کوي.))

نوموړي يو ځل بيا ټينګار وکړ چې په بلخ کې غير مسوولو کسانو ته غير قانوني وسلې وېشل شوې دي.

همداراز يې په بلخ کې د شخصي زندانونو د فعاليت يادونه هم وکړه، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version