غزني- ښرنه (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٥): په غزني ولايت کې د اقتصاد رياست ودانۍ بلخوا په پکتيکا ولايت کې د يوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د يادو دواړو ودانيو د جوړېدو چارې نن (د چنګاښ لومړۍ نېټه) پيل شوې.
په غزني کې د يادې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو په غونډه کې د غزني والي محمد هميم وويل چې سږ کال د غزني ولايت لپاره ٢،٢ ميليارده افغانۍ بوديجه ځانګړې شوې ده.
هغه وويل چې په دې بوديجه کې به د اقتصاد رياست تر څنګ د ملي راډيو تلويزيون او اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته هم ودانۍ ورغول شي.
هغه زياته کړه: ((په دې پيسو کې ځينې نورې پروژې هم شاملې دي چې وار په وار به پلې شي.))
دغه راز د غزني د اقتصاد رييس لطف الله هاشمي وويل چې د اقتصاد ریاست ودانۍ د جوړولو لپاره ١٧٠ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
هغه وايي چې د اقتصاد رياست چارې په کرايي کورونو کې ترسره کېږي چې مامورين يې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په سر روضې ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د پکتيکا د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمد نسيم واجد پژواک ته وويل چې دغه ښوونځى به شپږ تدریسي، دوه اداري خوني، احاطه، د لوبو میدان او د اوبو منظم سیستم ولري.
د هغه په خبره چې دغه ښوونځى د حامد کندهاري خصوصي شرکت په مالي لګښت رغول کېږي.
هغه وايي چې پر دغه ښوونځي به ټولټال ٦٠ زره ډالره ولګول شي.
د يادې ولسوالۍ د پړاو کلي اوسېدونکي ګل داد پژواک ته وويل چې اوس يې د کلي ښوونځى ودانۍ نه لري او زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن