ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په تيرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٦ وسله وال مخالفين وژل شوي دي”

24 Jun 2016 - 10:33
24 Jun 2016 - 10:33

کابل(پژواک،٤چنګاښ٩٥): د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په ١٢ ولايتونو کې د افغان دولت ٤٦ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شوي دي چې د چنګاښ٤مه د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده.

په اعلاميه کې راغلي دي چې په ننگرهار، کندهار، ارزگان، زابل،  بدخشان، غور ، خوست، بغلان، جوزجان، فاریاب، کندز او هلمند ولايتونو کې امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات کړي دي.

اعلاميه زياتوي: (( دغه عمليات په تيرو ٢٤ساعتونو کې د هيواد په بيلابيلو ولسواليو کې ترسره شوي دي.))

د سرچينې په حواله په دې عملياتو کې د افغان دولت ٤٦ وسله وال مخالفين وژل شوي او لسګونه نور يې ټپيان دي.

اعلاميه کې راغلي چې په وژل شويو کسانو کې د وسله والو مخالفينو قوماندانان هم شامل دي.

سرچينه ليکي چې افغان امنيتي ځواکونو د شپه او ورځ هڅې ترڅو په هيواد کې امنيت تامين کړي.

د افغان دولت وسله والو مخالفينو ديادو عملياتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version