فيروزکوه(پژواک،٤چنګاښ٩٥): د غور ولايت په پسابند ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غور ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال مصطفى محسنى د چنګاښ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه شپه په پساوند ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبان ترمنځ سخته جګړه وشوه.
هغه وايي چې په دې جګړه کې د امنيتي ځواکونو يو شمير پوستې طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوستې.
خو هغه زياته کړه چې تيره شپه امنيتي ځواکونو دغه پوستې بيرته نيولي دي خو په پايله کې يې درې پوليس ټپيان شول او يو طالب وژل شوى دى.
د نظم عامې يو تن پوليس چې په دې نښته کې ټپي شوى پژواک ته وويل: (( وړمه شپه موږ ته احوال راغى چې طالبان ستاسو په پوستو بريدونه کوي، لس بجې د شپې وې چې طالبانو بريدونه پيل کړل.))
هغه زياتوي: (( ملي پوليس پرته له دې چې جګړه وکړي له پوستو ووتل، موږ په پوسته کې ١٥ کسان پاتې شولو، چې له هغه ډلې څخه ٧ تنه يې ټپيان شول.))
د جګړې له سيمي څخه د اسدالله په نوم يو تن سرتيري پژواک ته وويل چې په سيمه کې همد اوس هم جګړه روانه ده او د ملي اردو څرخې الوتکې طالبان په نښته کوي او طالبان د تېښتې په حال کې دي.
په ورته وخت کې د غور د ولايتي روغتون ډاکتران وايي چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه ددې جګړې په اړه څه نه دي ويلي خو دې ډلې په خپل انټرنيټ پاڼه کې ليکلي دي چې د غور ولايت په شينکوټ ولسوالۍ کې طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
سرچينه وايي چې په دې بريدونو کې طالبانو د امنيتي ځواکونو درې پوستې نيولي دي.
پسابند غور ولايت د نا امنيو ولسواليو له ډلې څخه ده چې د هلمند ولايت له باغران ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
باغران د تيرو لسو کلونو راهيسي د طالبانو په ولکه کې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن