د فراه د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد غوث ملیار وايي چې وسله والو طالبانو ياد شوى قاضي شمس الرحمن تېره اوونۍ چهارشنبې له هرات څخه فراه ته پر لاره د دې ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک کلي کې له ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي موټر څخه ښکته کړى او نيولى و.
د هغه په وينا، طالبانو قاضي شمس الرحمن تېره شپه د دې ولايت د خاکسفېد ولسوالۍ په دیوال سرخ کلي کې وژلى دى.
ملیار چې نن له غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو يې خبرې کولې وويل چې د شمس الرحمن مړی ديوال سرخ سيمه کې دى خو هڅې روانې دي چې د سره صليب په مرسته يې کورنۍ ته وسپارل شي.
شمس الرحمن د فراه د مرکز اوسېدونکى و.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
د خپرو شويو راپورونو له مخې، طالبانو تېره ورځ د فراه د پشت کوه ولسوالۍ د ملي امنیت پخوانى مدیر او د هغه ساتونکى ديوال سرخ کلي کې پر دار ځړولي و.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، د فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ د استخباراتو مدیر او ساتونکی يې د اختطاف کولو پر مهال ووژل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن