ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د ډبرو سکرو کان ګوښه شوو کارکوونکو ستونزو ته بايد لاسرسى وشي

28 Jun 2016 - 14:25
28 Jun 2016 - 14:25

پلخمري (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٥): د بغلان د مدنې ټولنې بنسټونو شبکې د بغلان کان د٦٠٠ لرې کړل شوو کارکوونکو ستونزو ته پر لاسرسي کولو ټينګار کړى او له حکومت غواړي چې د يادو کارکوونکو د وهلو عاملين ونيسي او قانوني چلند ورسره وکړي.

د بغلان د مدنې ټولنې بنسټونو شبکې اجرايوي مشر محمد عثمان نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې شا وخوا درې مياشتې وړاندې د کرکر او دودکش کانونو ٥٨٢ کارکوونکي د افغان کول کمپنۍ له لوري چې د يادې پروژې قرارداد يې ترلاسه کړى، له کوم دليل پرته ګوښه کړي دي.

نوموړي، له دندې د يادو کسانو لرې کول له نړيوالې ټولنې سره د ملي يووالي حکومت د ژمنو خلاف وبلل او ويې ويل، چې يادو کارکوونکو څو ورځې وړاندې د خپلو حقونو په اړه لاريون وکړ، خو اعتراض کوونکي د بغلان د يو شمېر پوليسو له لوري ووهل شول.

شېرزي، د کارکوونکو د وهلو ډبولو غندلو ترڅنګ د ملي يووالي حکومت له مشرتابه غوښتنه و کړه، چې د يادې پېښې عاملين ونيسي او د کارکووکو ستونزو ته بايد لاسرسى وشي.

د يادې شبکې اجرايي مشر، د دې خبرې په څرګندولو سره چې د امنيه قوماندان له لوري د کارګرو د وهلو ډبولو ثبت شوي تصويرونه هم له ځانه سره لري، خو د بغلان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر اميرګل حسين خېل د يادو کارکوونکو ډبول رد کړي او وايي چې د رامنځته شوې ستونزې د حل په موخه به له کومې هڅې هم ځان ونه سپموي.

د بغلان والي عبدالستار بارز وويل، چې غوري سمنټو او کرکر او دودکش د کان قرارداد په مرکز کې د کانونو له وزارت سره شوى، خو څېړنې ښيي، چې د افغان کول کمپنۍ رياست د خپلو ستونزو د شريکولو پرته کارکوونکو له دندو ګوښه کړي، چې دا بيا د ترسره شوي قرارداد له مادې څخه په ښکاره توګه سرغړونه ده.

بارز د دې خبرې په څرګندولو سره چې هڅه يې کړې، څو د کارکوونکو ستونزې هوارې کړي، وويل: "ما د افغان کول کمپنۍ مسوولينو ته قناعت ورکړ، څو د کارکوونکو د چنګاښ مياشتې حقوق  ورکړي او د دوى د ګومارنې په موخه له ټولو ونډه لرونکو سره خبرې وکړي."

خو د افغان کول خصوصي کمپنۍ مشر محمد معروف سروري وويل، چې د نا امنۍ ستونزو له امله د کرکر او دودکش کان کار ځنډېدلى دى او له همدې امله يې کارکوونکو له خپلو دندو ګوښه کړي دي.

هغه زياته کړه: "د حزب اسلامي يو قوماندان، قوماندان ميرويس څو ځلې پر کان بريد کړى، د کان کارکوونکي يې ځورولي او د کان ځينې توکي او وسايل يې هم له ځانه سره وړي او موږ دغه ستونزې دولتي  چارواکو ته وويلې، خو دولت ورته هيڅ پام نه دى کړى نو په پايله کې موږ هم اړ شو، چې کارکوونکي ځواب کړو."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version