کابل(پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٥): ولسمشر اشرف غني او ورسره ملګري پلاوي يې په بيت الله شريف کې د عمري حج مراسم تر سره کړل.
ولسمشر غني پرون مازديګر د يوه پلاوي په مشرۍ جدې ښار ته ورسېد او په بيت الله شريف کې يې د عمرې حج مراسم پر ځاى کړل.
د ارګ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي:((د هېواد ولسمشر په مسجد الحرام کې له دوه رکعته لمونځ کولو وروسته د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ته په دعا کې هغوى ته د جنت او ټپيانو ته د بشپړې روغتيا غوښتنه وکړه.))
ولسمشر او ورسره مل پلاوي په دعاګانو کې په هېواد کې د تلپاتې سولې، د افغانانو ترمنځ د ټينګ يو والي او ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول د افغانانو لپاره د سوکالۍ او نېکمرغۍ غوښتنه وکړه .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن