لښکرګاه(پژواک،۱۴چنګاښ۹۵): د هلمند د ښاروالۍ له لوري د دې ولايت په مرکز کې له ناپاکو هډوکو، کولمو او غوښو څخه د غوړيو جوړونکې فابريکه وتړل شوه.
د لښکرګاه ښاروال مطيع الله بهير د چنګاښ په١٤مه خبريالانو ته وويل چې دې فابريکې د لښکرګاه ښار د بولان په سيمه کې فعاليت کاوه.
ده وويل: (( دې فابريکې ته د صابون جوړونې په نوم امر ورکړل شوى و خو اوس دې فابريکې له چټلو غوښو، هډوکو او کولمو څخه غوړي جوړول او په ښار کې يې پلورل.))
ښاروال وايي چې د يادې فابريکې په تړاو يو کس هم نيول شوى او هغه اعتراف کړى چې دغه غوړي يې د هلمند ترڅنګ په کندهار او نورو ولايتونو کې هم پلورلي دي.
بهير وايي چې له امنيتي ځواکونو يې غوښتنه کړې ترڅو د دې فابريکې اصلي خاوند پيدا او سخته سزا ورکړي.
خو په هلمند کې يوې دولتي سرچينې پژواک ته وويل چې دغه نيول شوى کس بېرته خوشې شوى دى.
په هلمند کې د مدني ټولنې غړي عبدالرشيد ناصري پژواک ته وويل چې حکومت بايد هر څه ژر د دې فابريکې په تړاو نيول شوي کس ته سخته سزا ورکړي.
هغه زياته کړه: (( دغه کس ته بايد ژر سزا ورکړل شي، ځکه په خلکو يې نا پاک غوړي خرڅ کړي او له ناپاکو غوړو څخه سلګونه مرضونه پيدا کيږي.))
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکټر عنايت الله غفاري پژواک ته وويل چې دغه ډول فابريکو ته بايد هيڅ مهال د فعاليت کولو جواز ورنه کړل شي.
د هغه په وينا، په ګڼ مېشتو سيمو کې که د غوړيو فابريکه وي او يا هم د صابون جوړولو دواړه سخت روغتيا ته زيان رسوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن