ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د کندوز پر قلعه زال ولسوالۍ بريد کړی

18 Jul 2016 - 15:50
18 Jul 2016 - 15:50

کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٥): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو نن سهار د قلعه زال ولسوالۍ په اق تپه بازار بريد کړى دى چې په ترڅ کې يې درې وسله وال مخالفين او يو سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د قلعه زال ولسوال محبوب الله سعيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن سهار شاوخوا ٤:٠٠ بجې پيل او تر اوسه د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته روانه ده.

نوموړي زياته کړې چې په دې نښته کې تر اوسه درې وسله وال مخالفين او يو سيمه ييز پوليس وژل شوي او د طالبانو ډلمشر مولوي مسعود ټپي شوى دى.

نوموړي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ درنه جګړه روانه ده، وويل: "هڅه کوو چې څو ساعته وروسته طالبان مات او له سيمې وباسو."

د سيمه ييزو پوليسو قوماندان محمد نبي وويل چې دمګړۍ د اق تپه نيم بازار د دولت وسله والو مخالفينو په ولکه کې دى، هغه وويل چې اوسمهال په دې سيمه کې سخته جګړه روانه ده.

نوموړي دې سيمې ته د نورو ځواکونو د ورلېږلو غوښتنه وکړه.

طالبانو تر اوسه ددې پېښې په اړه نظر نه دى څرګند کړى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version