کابل (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٥): کابل ښاروالي د عوايدو د ډېروالي او له اداري فساد نه د مخنيوي په موخه د امريکا متحدايالاتو په مالي مرسته او د ((ډيموکراسي انټرنينشل)) بنسټ په تخنيکي مرسته د صنفي جوازونو د وېش برخه ډيجيټلي کوي.
د دې پروژې د عملي کولو قرارداد نن د کابل ښاروالۍ د سرپرست عبدالله حبيب زي او د ديموکراسۍ انټرنېشنل بنسټ (DI) د مشر تر منځ لاسليک شو.
دغه بنسټ د قانون حاکميت، غوره حکومتولۍ، ټاکنو او ولسواکۍ لپاره د افغانستان په ګډون ګڼو هېوادونو کې فعاليت لري.
د دغه بنسټ مشر ذکريا بارکزي د کابل ښاروالۍ د يادو پروژو په اړه وويل چې دا پروژې ((د مدني حساب ورکونې لپاره د موثرو اصلاحاتو مخته وړل)) د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې له خوا (USAID) تمويلېږي.
د ده په خبره، دا پروژه د افغانستان د حکومت لپاره د اداري فساد د کمښت په برخه کې مرسته ده چې د هېواد وګړو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه وړاندې کېږي.
بارکزي زياته کړه چې د قرارداد پر بنسټ، ديموکراسي انټرنېشنل بنسټ د اړتيا وړ وسايلو او تجهيزاتو په چمتو کولو، د کارکوونکو د روزنې او د اسنادو د ساده کولو په برخه کې تخنيکي مشورو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري کوي.
هغه همدارنګه څرګنده کړه چې دغه بنسټ له کابل ښاروالۍ نه د خلکو د غوښتنو د ترلاسه کولو په موخه نظر پوښتنې پيلوي او پايلې به يې له ښاروالۍ سره شريکه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن