ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې چاودنې یو سیمه ییز پولیس او شپږ ملکي وګړي ټپیان کړي

22 Jul 2016 - 12:03
22 Jul 2016 - 12:03

مهترلام (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٥): د لغمان په عليشنګ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله يو سيمه ييز پوليس او شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د عليشنګ ولسوالۍ د نجارانو په سيمه کې د ماين چاودنه وشوه.

هغه وويل: ((دغه ماين د علينګار ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو پر رينجر نښلول شوی و چې د عليشنګ ولسوالۍ په نجارانو سيمه کې يې چاودنه وکړه.))

د ځواک په وينا، په دې چاودنه کې يو سيمه ييز پوليس او شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او څلور تر درملنې وروسته رخصت شوي دي او درې نور لا هم بستر دي.

د نجارانو سيمې اوسېدونکي زمريالي پژواک ته وويل چې دغه چاودنه د سيمه ييزو پوليسو پر رينجر موټر شوې ده.

ده وويل چې په دې چاودنه کې پوليس او عام خلک ټپيان شوي خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

زمريالى وويل چې د پوليسو رينجر موټر هم زيانمن شوى دى.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version