جلال اباد (پژواک،۲ زمری۹۵): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د برېښنا د پرچاوۍ د ځايي اوسېدونکو غبرګونونه پارولي او په خواله رسنيو کې د برېښنا پر رياست نيوکې ډېر شوې دي.
بې کفايتي، نا انډولي، ناسالمه اداره د خواله رسنيو د کاروونکو د ليکنو هغه سرليکونه دي چې د دغه رياست د نوې رهبرۍ پر ضد يې لیکي.
د ننګرهار برېښنا رياست ته دوه اوونۍ مخکې نوی رييس معرفي شو او پخوانی رييس يې د کابل د برېښنا د رييس په توګه وګومارل شو.
د جلال اباد ښار اوسېدونکی او مدني فعال عبدالله هوډ پژواک اژانس ته وويل، جلا اباد کې د تودوخې درجه لوړه ده او په دې ورځو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې ده.
د هوډ په وينا: ((زه نه پوهېږم ستونزه په څه کې ده، خو د ورځې او د شپې له اخوا نږدې لس ساعته برېښنا نه وي، هوا ګرمه ده، ماشومان، مېرمنې او په ټوله کې غرېبې کورنۍ په ډېرو ستونزو کې دي.))
د نوموړي په وينا، مرکزي حکومت بايد د ننګرهار د برېښنا د ستونزې په تړاو پر دايمي حل لارې فکر وکړي.
مدني فعال او ليکوال انجنير ستانه مير زهير په خپله فيسبوک پاڼه د ننګرهار پر چارواکو نيوکې کړې، چې ګني د برېښنا ستونزې ته پاملرنه نه کوي.
هغه په طنزيه الفاظو ليکلي: ((ډېر ژر به مدني فعالان د ننگرهار د برښنا د نوي رييس د ستاينې غونډه ونيسي؛ ځكه په راتګ يې د برېښنا د رڼا او د باد پكو د تاوېدو مخه نيول شوې ده.))
د زهير په وينا، په دې وروستيو اوونيو کې د جلال اباد ښار د برېښنا پرچاوي ډېره شوې چې له امله يې ځايي اوسېدونکي په ستونزو کې دي.
د ننګرهار يوه هټۍ وال انصارالله پژواک ته وويل: ((په ښار کې ګرمي ډېره ده، زه د خوراکي توکو پلورنځی لرم چې برېښنا ولاړه شي، د نوشابې او جوسو د يخ ساتلو لپاره جنراتور لګوم.))
د نوموړي په وينا له جنراتوره په استفادې سره يې له ګټې تاوان ډېر وي.
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د برېښنا د پارچاوۍ د ډېروالي ستونزه تاييدوي خو يادونه کوي چې په دې تړاو بايد په غټه کچه هڅې وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن