کابل (پژواک، ٢ زمرى ٩٥): د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې اعلان کړی چې له کابل ښاره تښتول شوې هندۍ مېرمنه خوشې شوې ده.
د جودت ډي سوزا په نوم دغه ٤٠ کلنه هندۍ مېرمنه چې د اغاخان بنسټ له موسسې سره يې کار کاوو، د روان لمريز کال د غبرګولي په ٢٠مه له کابل څخه د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول شوې وه.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوراج د زمري په ٢مه اعلان کړی چې نوموړې په خوندي توګه خوشې شوې ده.
هغې زياته کړې: ((زه نن ډېره خوشحاله يم، تاسو ته خبر درکوم، چې مېرمن ډي سوزا خوشې شوې ده.))
د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې د افغانستان له حکومته مننه کړې چې د مېرمن ډيسوزا په خوشې کولو کې يې مرسته کړې ده.
د مېرمن سوراج په وينا، دوى له افغان چارواکو سره د دې مېرمنې د خوشې کولو لپاره په پرله پسې توګه په اړيکه کې و.
دغه راز هغې په کابل کې د هندوستان د سفير منپريت وهرا د هلو ځلو ستاينه هم کړې ده.
د يادونې ده، د مېرمن ډي سوزا تر تښتول کېدو وروسته د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي له افغان ولسمشر اشرف غني څخه د هغې د پيدا کولو غوښتنه کړې وه.
ياده مېرمنه د يو شمېر وسله والو له خوا په کابل کې د هغې د کابل د څلورمې حوزې اړوند له قلعه فتح الله سيمې څخه چېرې چې دا اوسېده، تښتول شوې وه.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په کابل ښار کې د تښتونې پېښې زياتې شوې، څو مياشتې مخکې هم له قلعه فتح الله څخه يوه المانۍ مېرمنه تښتول شوې وه چې وروسته خوشې شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن