هرات ښار (پژواک، ٤ زمرى ٩٥): د سيمه ييزو اړيکو د پياوړتيا په موخه د ايران او افغانستان د سرحدي ولايتونو د واليانو لومړۍ ناسته نن د ايران په مشهد ښار کې پيل شوه.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد نن (د زمري ٤مه) رسنيو ته وويل چې په دې ناسته کې د هېواد له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستيال، د هرات، فراه او نيمروز ولايتونو واليان، د ايران د کورنيو چارو زارت مرستيال او د رضوي خراسان، سوېلي خراسان، سيستان او بلوچستان واليان هم ګډون لري.
فرهاد زياته کړه چې دا سفر د ايران د کورنيو چارو وزارت او مرکزي چارواکو په هوکړې سره د دواړو هېوادونو د سرحدي ولايتونو د واليانو ترمنځ د سيمه ييزو اړيکو د پياوړتيا په موخه جوړ شوى دى.
نوموړي د ايران د خراسان رضوي د والي علي رضا رشيديان له قوله ويلي چې د دواړو هېوادونو د سرحدي ولايتونو د واليانو تر منځ سيمه ييزه همکاري ترهګريزو ګواښونو ته په پام سره ډېره پياوړې ده.
د خراسان والي دغه ناسته د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ د راتلونکو ناستو لپاره يو ګام بللى دى.
د دواړو هېوادونو تر منځ په ګډه ناسته کې همدارنګه د ايران د کورنيو چارو وزارت د اقتصادي چارو مرستيال ډاکټر بابک دين پرست هم د اړيکو ټينګښت په ځانګړي ډول په ګمرکي او اقتصادي برخه کې يوه اړتيا بللې ده.
د هرات والي محمد اصف رحيمي هم د سرحدي ولايتونو ترمنځ د همکاريو کچې د لوړ والي غوښتنه وکړه.
د نيمروز والي محمد سميع او د فراه والي محمد اصف ننګ هم په خپلو ځانګړو خبرو کې د دې ناستې هرکلى کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن