کابل (پژاوک، ٥ زمرى ٩٥): ملي امنیت وايي چې ځواکونو یې د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې په مخامخ جګړه کې ځانمرګى بريد کوونکى نيولى دى.
د ملي امنیت لوی ریاست له لوري د زمري په ۵مه پژواک ته په یوه لېږل شوې خبرپانه کې راغلي چې د ملي امنيت ځواکونو د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ په کارېزونو سيمه کې د مخامخ نښتې په ترڅ کې يو ځانمرګى بريد کوونکى ژوندى نيولى دى.
د سرچينې په حواله دغه کس بخت الله نومېږي او د څېړنو پر مهال يې پر خپل جرم اعتراف هم کړى دى.
په خبرپاڼه کې زياته شوې: ((دغه بريدګر د حقاني شبکې د یوه قوماندان چې ریحان نومېږي په لارښوونه د نظامي زده کړو لپاره لومړی د پاکستان پېښور سیمې ته تللی و او بیا د ځانمرګي له واسکټ څخه د ګټې اخيستنې زده کړه یې په میرانشاه کې له پنجابي استادانو ترلاسه کړې او بيا افغانستان ته د بريد لپاره راغلى و.))
د سرچينې په خبره چې دغه بريد کوونکي غوښتل د کابل د چهار اسیاب ولسوالۍ د نجونو پر لېسې ځانمرګې بريد وکړي.
په لوګر کې حکومتي چارواکو د ياد ځانمرګي بريد کوونکي د نيونې په اړه بې خبري وښوده.
دغه راز د حقاني شبکې هم تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن