پل علم- لښکرګاه (پژواک، ٧ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې په لوګر او هلمند ولايتونو کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي او دوه نور قوماندانان ژوندي نيول شوي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د محمداغې ولسوالۍ د سرخاب په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.
هغه وايي چې په دې نښته کې د ملا سورګل په نوم د طالبانو قوماندان او درې نور ملګري يې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((دوى په يو کور کې پټ شوي وو، امنيتي ځواکونو ته تسليم نه شول او جګړه يې وکړه چې بيا ټول و وژل شول.))
صالح وايي چې له وژل شوو کسانو څلور ميله وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
د سرخاب سيمې اوسېدونکي ګلزار پژواک ته وويل چې تېره شپه يوه بجه د دوى په سيمه کې نښته شوې ده.
هغه وويل: ((ملا سورګل دلته د طالبانو مشهور قوماندان وو چې بېګا له خپلو ملګرو سره وژل شوى او مړي يې تر اوسه په هماغه کور کې پراته دي.))
محمد اغه د کابل په ٣٠ کيلومترۍ کې د مرکز پل علم شمال لور ته پرته ده چې د لوګر د امنو ولسواليو له ډلې شمېرل کېږي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په هلمند ولايت کې د ملي امنيت ځواکونو له لوري څلور طالبان نيول شوي او يو بل وژل شوى دى.
د اړوندې موضوع په اړه د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند په مربوطاتو کې د ملي امنيت ځواکونو د دوو قوماندانانو ملا ښايسته او مولوي حقيار په ګډون څلور طالبان نيولي دي.
سرچينه زياتوي چې د دغو قوماندانانو د نيولو پر مهال يو بل طالب وژل شوى هم دى.
د خبرپاڼې له مخې، له نیول شوو کسانو یوه پیکا، دوه کلاشینکوفونه او یو کرولا موټر هم ترلاسه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن