اسعداباد (پژواک، ١٣ زمرى ٩٥): د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د يوې چاودنې له امله لس ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د زمري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د اسعداباد ښار د يوه مارکېټ په دويم پوړ کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې د دغه مارکېټ د دويم پوړ د يوه خياط دوکان مخې ته چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو.
د سيدخېل په وينا، په دې چاودنه کې لس ملکي وګړي ټپيان شوي چې د سيمې د اوسېدونکو او پوليسو له خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.
امنيه قوماندان وويل چې په دې اړه پلټنې پيل شوې، څو د پېښې عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د اسعداباد د مرکزي روغتون رييس ډاکټر محمدفاروق سهاک پژواک ته وويل چې دوى ته د پېښې له ځاى څخه لس ټپيان ور وړل شوي چې د دوو حالت د اندېښنې وړ دى.
د سيف الله په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې د چاودنې له امله يو شمېر دوکانونه هم زيانمن شوي دي.
د هغه په وينا، د پېښې ټول قربانيان ملکي وګړي دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن