فيض اباد (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): د بدخشان چارواکي وايي چې د دې ولايت په کشم ولسوالۍ کې يوه نجلۍ په مرموز ډول وژل شوې ده.
د والي وياند احمد نويد فروتن، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار د کشم په سياه قشلاق سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، ياده ١٥ کلنه نجلۍ چمن ګل نومېده او د اتم ټولګې زده کوونکې وه.
د هغه په وينا، پوليسو د دې پېښې په تړاو د نجلۍ ورور غلام دستګير نيولى او په دې اړه د پوليسو له خوا څېړنې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن