کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۹۵): امنيتي چارواکي وايي چې په ولسي جرګې کې د پروان د خلکو د استازي عبدالستار خواصي پر کور وسله وال بريد شوى، خو مرګ ژوبله او زيان يې نه دي اړولي.
د پروان د شينوارو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حسين شاه مقصودي پژواک خبري اژانس ته وويل چې خواصي تېره ورځ د يادې ولسوالۍ د مرکز اړوند خپل کلي اشتر شهر ته د تفريح په موخه راغلی و او تېره شپه شاوخوا اووه نيمې بجې يې پر کور وسله وال بريد شو.
هغه وايي چې دغه بريد د دولت وسله والو مخالفينو کړى دى.
ده زياته کړه چې د خواصي ساتونکو له بريدګرو سره مقاومت کړى او بيا امنيتي ځواکونو هم ور ورسېدل او د شپې تر ۱۲:۳۰ بجو يې له بريدګرو سره جګړه وکړه، خو چا ته په کې مرګ ژوبله وانه وښته.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزی هم پېښه تاييدوي او زياتوي چې سيمې ته اضافي سرتېري استول شوي تر څو د ممکنه بل بريد مخه ونيسي.
عبدالستار خواصي هم ياده پېښه تاييده کړه او زياته يې کړه چې ياد بريد د هغو کسانو له لوري شوی چې له بهرنيو وسله والو سره لاس لري.
د بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن