ميمنه ښار (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٥): وسله والو مخالفينو د فارياب پوهنتون د يوه محصل سر پرې کړى بلخوا په يوه بله پېښه کې د يوې کوچنۍ نجلۍ په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي.
د فارياب د شېرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوى تاج نومېږي، د فارياب پوهنتون د کرنې پوهنځي محصل او د سمنګانو ولايت اوسېدنکى و.
ولسوال زياته کړه، دغه محصل غوښتل چې له ميمنې نه سمنګان ولايت ته خپل کور ته ولاړ شي چې تېره ورځ په فيض اباد دښته کې د وسله والو مخالفينو له لوري له موټر ښکته کړل شو او نن سهار يې ترې سر پرې کړى دى.
د شېرين تګاب ولسوالۍ په روغتون کې يوه چارواکي هم وويل چې د دغه محصل مړى اوسمهال په روغتون کې دى او ټاکل شوې چې سمنګانو ولايت ته ولېږدول شي.
خو یوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې دغه محصل خير محمد نومېده او د ملي اردو منسوب و.
په ورته وخت کې پرون مازديګر د همدې ولسوالۍ پر مرکز د هاوان څلور مرمۍ لګېدلي دي.
د شېرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک د دغه خبر د پخلي تر څنګ وويل چې د هاوان مرمۍ وسله والو طالبانو توغولې چې له امله يې د يوې کوچنۍ نجلۍ په ګډون دوه نجاران او يو قصاب ټپیان شوي دي.
بلخوا يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې همدا اوس (له غرمې وړاندې لس بجې) د ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو له لوري د هاوان مرمۍ توغول پيل شوي دي.
هغه زياته کړه چې نن د شېرين تګاب ولسوالۍ په بازار کې د بازار ورځ وه او خلک د پېرلو په موخه راغلي وو، خو د هاوان مرمۍ لګېدو ټول ووېرول او د تېښتې په حال کې دي.
تر اوسه د دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن