شبرغان (پژواک١٠ وږى ٩٥): د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د واده په مراسمو کې د چاودنې له امله درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د جوزجان امنيه قوماندان رحمت الله ترکستاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته درې بجې د شبرغانو ښار د ښاروالۍ د ودونو په تالار کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، لومړنۍ څېړنې ښيي چې يوه کس هوټل ته لاسي بم غورځولى او په خپله له سيمې تښتېدلى چې د ياد بم د چاودنې له امله درې کسان ټپيان شوي دي.
د جوزجان امنيه قوماندان وويل، وسله وال مخالفين د ياد بريد تر شا لاس نه لري او دغه کار د شخصي تربګنۍ له مخې رامنځته شوى چې د يادې پېښې اصلي عامل هم پېژندل شوى او پوليس يې د نيولو په هڅه کې دي.
د شبرغانو روغتون سرطبيب عبدالستار پيام وويل چې روغتون ته له ياد بريد درې ټپي ماشومان ور وړل شوي چې له دې ډلې يې د يوه ماشوم پښه پرې شوې او روغتيايي حالت يې هم د اندېښنې وړ دى.
د جوزجان ولايتي شورا غړې حليمې صدف وويل چې دغه قضيه بايد په جدي توګه وڅېړل شي او عاملين يې بايد تعقيب شي.
هغه زياته کړه: "څوک چې د دې پېښې تر شا لاس لري، بايد ونيول شي او خپله سزا ورته ورکړل شي، څو د نورو لپاره عبرت و اوسي چې د خلکو د خوشالۍ محفلونه په غم بدل نه کړي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن