ميمنه (پژواک، ١٠ وږى ٩٥): د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې پر خره د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله يو پوليس او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مير امان الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن د مازديګر شاوخوا پنځه بجې د ميمنې ښار د پنځمې ناحيې اړوند د پوليسو د لومړي سمت په سيمه کې رامنځته شوه.
ده وويل چې په پېښه کې ټپي شوى ساتنمن او يو ملکي وګړى په سيمه کې پلي روان وو چې د چاودنې له امله ټپيان شول.
مير امان الله وويل چې ټپيان د فارياب ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د ده په وينا، پوليسو د دغه بريد په تړاو يو تن نيولى دى.
په پېښه کې ټپي شوی ملکي وګړی چې د يادې سيمې اوسېدونکى دى، په روغتون کې پژواک ته وويل، بازار ته د سودا پېرلو لپاره تللى و چې له پېښې سره مخ شو.
ده هغه په وينا، له خره نه شاوخوا لس متره لرې و چې پر خره ځاى پر ځاى شوي توکي وچاودېدل او دى له يوه پوليس سره ټپي شو.
د بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن