جلال اباد (پژواک، ١٤ وږى ٩٥): د تورخم - جلال اباد پر لويه لاره د راستنېدونکو کډوالو موټر د چپه کېدو له امله ١٤ تنه ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست له خوا د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه پرون تر ماښام وروسته شاوخوا اوه نیمې بجې د تورخم بندر د اوومې پوستې تر څنګ رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې یاده راستنېدونکې کډواله کورنۍ د کابل د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي ده او موټر د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله چپه شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ کسان ټپيان شوي چې يو شمېر يې د تورخم په کلينيک او نور يې د جلال اباد روغتون ته وړل شوي دي.
د ننګرهار د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر احسان الله پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې ١٠ ټپيان ور وړل شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د يادونې ده، نن سهار د کابل– کندهار پر لويه لاره هم د ترافيکي پېښې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن